مهم خبرونهنړیوال

په ریاض کې د امریکا د استخباراتو پر مرکز برید شوی

د اسراییلو د ۱۲ تلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سیا) مرکز په ریاض، د سعودي عربستان په پلازمېنه کې، د برید هدف ګرځېدلی دی. د دې شبکې په وینا، دغه مرکز د امریکا د سفارت په انګړ کې موقعیت لري.

تر دې وړاندې، دوو باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې دا تاسیسات د یوه بې‌پیلوټه‌ الوتکې په برید کې په نښه شوي، چې احتمال کېږي له ایران څخه ترسره شوی وي. د واشنګټن پوست ورځپاڼې هم د همدې سرچینو په وینا لیکلي چې امریکایي او سعودي چارواکو د دوو ډرونونو د لګېدو پېښه تایید کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دې پېښې په پایله کې د ودانۍ یوه برخه راپرېوتې او د کور دننه فضا د لوګي ډکه شوې ده. همدارنګه د سفارت کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې د خپل خوندیتوب لپاره پناه ځایونو ته ولاړ شي.

یو شمېر پخوانیو امریکایي استخباراتي چارواکو ویلي چې دا برید د سیا ځینې عملیاتي فعالیتونه په سعودي عربستان کې له ستونزو سره مخ کړي دي. تر اوسه پورې د احتمالي تاوان یا تلفاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button